کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مکه مکرمه کې د حج په کنفرانس کې د حج او اوقافو وزارت د سرپرست ګډون

22 جوزا 1403 ساعت 11:11

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سرپرست ډاکټر نورمحمد ثاقب په مکه مکرمه کې د حج په ۴۸م نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.


آوا - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر او د افغانستان د حج د ماموریت عمومي رئیس ډاکټر نورمحمد ثاقب د حج وزارت په رسمي بلنه. د سعودي عربستان د عمرې او حج په ۴۸م نړیوال کنفرانس کې چې په مکه مکرمه کې جوړ شوی، ګډون وکړ.

د حج او اوقافو وزارت له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه كنفرانس د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزير ډاكټر توفيق بن فوزان الربيع په وينا سره پيل شو.

دغه کنفرانس د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو د وزيرانو، مخورو او د اسلامي نړۍ د مشهورو شخصيتونو په شتون سره د مکې په ښار کې جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې چې د حج د مناسکو په اړه جوړ شوی و، کارپوهانو د حج د مناسکو د ترسره کولو په برخه کې د اسلامي هېوادونو د نظریاتو، مشورو او هڅو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د اسلامي هېوادونو د حاجیانو لپاره د فرصتونو، مناسب چاپېریال او لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول یو له هغو نورو مسایلو څخه وو چې په دې کنفرانس کې مطرح شول.


د مطلب کود: 291832

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291832/په-مکه-مکرمه-کې-د-حج-کنفرانس-او-اوقافو-وزارت-سرپرست-ګډون

آوا
  https://www.avapress.com