کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور ولایت کې له لسګونو سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وویشل شوې

22 جوزا 1403 ساعت 9:18

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د غور ولایت په الله یار او تیوره ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له امله پر ۱۶۸ زیانمنو شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شول.


آوا - هرات: په غور ولایت کې د بیړنیو حالاتو د کمیټې مسوولین وايي چې د دغې کمیټې د مرستو په دوام به په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله له زیانمنو شویو ۱۶۸ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشي. 

د دوی په وینا، دغه مرستې د غور ولایت په الله یار ولسوالۍ کې پر ۱۳۸ کورنیو او د تیورې ولسوالۍ پر ۳۰ نورو کورنیو وېشل شوې دي.

په دغو مرستو کې يوه خيمه، څلور کمپلې، پنځوس کيلوګرامه اوړه، پنځه ويشت کيلوګرامه وريجې او پنځه کيلوګرامه غوړي شامل دي.

په ورته وخت کې هغه کسان چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي دي خوښي څرګندوي او له مسوولینو څخه غواړي چې دوی ته دې ژر تر ژره خوندي او دایمي سرپناه او د کار او عاید زمینه برابره کړي تر څو خپل ژوند ته دوام ورکړي.

ويل کيږي چې په غور ولايت کې د وروستيو سيلابونو له امله په سلګونو تنو خپل کورونه او مالونه له لاسه ورکړي دي او د خيريه بنسټونو او موسسو عاجلو مرستو ته اړتيا لري.


د مطلب کود: 291812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291812/په-غور-ولایت-کې-له-لسګونو-سیلاب-ځپلو-کورنیو-سره-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com