د نيمروز ولايت چارواكي وايي چې د عربي خيريه بنسټ يو شمېر استازو د دغه ولايت له والي سره په ليدنه كې په نيمروز كې د بنسټيزو پروژو له پلي كولو خوښي څرګنده كړه.
په نیمروز کې د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې د عربي خیریه بنسټونو لېوالتیا
21 جوزا 1403 ساعت 14:41
د نيمروز ولايت چارواكي وايي چې د عربي خيريه بنسټ يو شمېر استازو د دغه ولايت له والي سره په ليدنه كې په نيمروز كې د بنسټيزو پروژو له پلي كولو خوښي څرګنده كړه.
آوا - کابل: د نیمروز ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یو شمیر عرب خیریه بنسټونو استازو د دغه ولایت له والي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل.
دوی په افغانستان کې د امنیت د تامین په ستاینې سره وویل چې غواړي په نیمروز ولایت کې یو شمېر بنسټیزې پروژې پلې کړي.
بل خوا د نیمروز والي په دغه ولایت کې د پروژو د تطبیق په برخه کې له دوی سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د ملي امنیت له تامین وروسته ګڼو پانګوالو او کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو لېوالتیا ښودلې او په افغانستان کې یې د پانګونې او همکارۍ لپاره خپل حضور اعلان کړی دی.
د مطلب کود: 291788