کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوی اختر په مناسبت کابل ښاروالۍ د څارویو د خرڅلاو لپاره ځانګړې سیمې اعلان کړې

21 جوزا 1403 ساعت 12:43

کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې د لوی اختر په مناسبت یې د څارویو د خرڅلاو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکلي او وايي، له دې امر څخه د سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ د لوی اختر په مناسبت د څارویو د خرڅلاو لپاره ځانګړي ځایونه اعلان کړي دي.

د دغه رياست په اعلاميه کې راغلي چې د اسانتياوو د رامنځته کولو او د ښاري تاسيساتو د تخريب د مخنيوي په موخه د کابل په بېلابېلو زونونو کې د څارويو د پلور لپاره ځانګړي ځايونه په ګوته شوي دي.

همدارنګه د کابل ښاروالۍ ټینګار وکړ چې په عامه ځایونو کې د څارویو پلورل په کلکه منع دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هر کال د لوی اختر په شپو ورځو کې په سلګونو څاروي کابل ښار ته د خرڅلاو په موخه راتلل او د یوه روښانه او منظم مدیریت د نشتوالي له امله ستونزی یی جوړولي. 


د مطلب کود: 291776

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291776/د-لوی-اختر-په-مناسبت-کابل-ښاروالۍ-څارویو-خرڅلاو-لپاره-ځانګړې-سیمې-اعلان-کړې

آوا
  https://www.avapress.com