کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان ولایت کې د سوالګرو د راټولولو د پلان تطبیق

21 جوزا 1403 ساعت 9:39

د باميان والي په دغه ولايت کې د سوالګرو د پيژندلو او ټولولو د کميټې له غړو سره په کتنه کې وويل چې د دغې کميټې غړي مسووليت لري چې ټول سوالګر په دقيقه توګه له کوم تعصباتو په نظر کې نه نيولو سره په پوره شفافيت او عادلانه توګه وپيژني.


آوا - کابل: د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د سوالګرو د پیژندلو او ټولولو د کمیټې له غړو سره په کتنه کې وویل: د روږدو سوالګرو پیژندنه او راټولول، د هغوی درملنه او بیرته خپلو کورونو ته سپارل. 

د باميان ولايت مقام د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د سوالګرو د پېژندنې او ټولولو د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې د دې کمېټې غړي د قومي تعصباتو له په پام کې نيولو پرته په دقيقه، بې پرې توګه او په پوره شفافه او عادلانه فضا کې ټول کړي.

ويل شوي چې د باميان والي د باميان د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ رياستونو ته هم لارښوونه کړې چې په باميان کې د سوالګرو د پېژندنې او راټولولو او د هغوى لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې له همکارو بنسټونو سره خبرې وکړي او ولايت مقام ته يې راپور ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د سوالګرو د راټولولو او د سوالګرۍ د مخنيوي کمېټه د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست او يو شمېر نورو دولتي ادارو په مشرۍ جوړه شوې ده.


د مطلب کود: 291746

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291746/په-بامیان-ولایت-کې-د-سوالګرو-راټولولو-پلان-تطبیق

آوا
  https://www.avapress.com