د هند اوسنی لومړی وزیر نرېندرا مودي پرون د جوزا په ۲۰مه لوړه وکړه چې د نړۍ د تر ټولو زیات نفوس لرونکي هېواد د لومړي وزیر په توګه د دریمې دورې لپاره کار پیل کړي.
"نریندرا مودي" د دریم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه
21 جوزا 1403 ساعت 9:33
د هند اوسنی لومړی وزیر نرېندرا مودي پرون د جوزا په ۲۰مه لوړه وکړه چې د نړۍ د تر ټولو زیات نفوس لرونکي هېواد د لومړي وزیر په توګه د دریمې دورې لپاره کار پیل کړي.
آوا: د هند اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي، نن د یکشنبې په ورځ ( د جوزا په ۲۰ مه) د خپل ملتپال ګوند «بهارتیا جنتا» او نورو ایتلافي ګوندونو په ګډون لوړه وکړه. د هند په وروستیو ټاکنو کې د هغه د ګوند د محبوبیت او رایو کمښت مودي اړ کړ چې ایتلافي حکومت جوړ کړي.
۷۳ کلن مودي، چې د وروستیو ټاکنو د پایلو له امله به یې حکومت یو ایتلافي وي او د هغه د ایتلافي کابینې د ۳۰ وزیرانو نومونه او جزیات لا نه دي په ډاګه شوي.
په دغو مراسمو کې د بنګله دېش صدراعظمې شیخ حسینه او د سریلانکا ولسمشر رانیل ویکرما سنګهـ، د بوتان، نیپال او مالدیف مشرانو هم ګډون کړی و. په دې مراسمو کې یو د پام وړ ټکی دا دی چې د چین او پاکستان مشران غیر حاضر وو.
د مطلب کود: 291744