د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په پکتيا کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو د دوو کانالونو د جوړېدو چارې پيل شوې
20 جوزا 1403 ساعت 15:05
د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
آوا - کابل: د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بندونه د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له خوا د څلور میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړ شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کانالونه د ډنډ پټان او ځدراڼو ولسوالیو د کونجونو له سرچینو څخه کروندو ته اوبه لېږدوي.
ویل شوي، چې کروندګرو د دې پروژې په پلي کولو کې د اسلامي امارت د هڅو هرکلی کړی او دا یې د دوی د کروندګرو د سوکالۍ لامل بولي.
د مطلب کود: 291726