کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حسینی مزاري:

د آیت الله محسني (رح) خدمتونه د ستایلو دی نه د بندیدو/ د عدلیې وزارت دې له سره غور وکړي

20 جوزا 1403 ساعت 12:32

د عدلیې وزارت د دې ادعا په اړه چې ګواکي د خاتم النبیین مدرسه او پوهنتون او تمدن تلویزیون د اسلامي تحریک ګوند پورې اړه لري او ځمکې يي غصبي دي، حجت الاسلام والمسلمین حسیني مزاري یو بیانیه خپور کړ او له دغه وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د شريعت او قانون له مخې او یا د سياسي اړخه له سره غور وکړي، او د تمدن ټلوېزيون د خپرونو د بندولو او د دغې بريالۍ رسنۍ او د خاتم النبیین سترې مدرسې بند نه کړي، بلکې په هره برخه کې د دغو بنسټونو او موسسو تر څنګ ولاړ اووسی او په مالي، تخنیکي او تخصصي مرستو سره د دوی د ودې او پرمختګ لامل وګرځي او په دې برخو کې نورو وړ عناصرو د هڅونې زمینه برابر کړئ.


آوا - کابل: د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د مرکز عمومی رئیس د عدلیې وزارت لخوا د تمدن تلویزیون د خپرونو د بندیدو او د دغه تلویزیون او خاتم النبیین مدرسي او پوهنتون د ځمکي د غصب په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره غبرګون ښودلی دی.

حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسیني مزاري تمدن تلویزیون د عامه کلتور او ملي پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې تر ټولو ستره خدمتي رسنۍ او په هیواد کې د اسلامي ورورولۍ د روحیې په رامنځته کولو او پیاوړتیا کې اغیزمنه بللې او لیکلي یې دي: د خاتم النبیین پوهنتون او مدرسه هم تر اوسه په زرګونو محصلین او پوهان روزلې دي، چې په ټولنه او ولس یې ژوره اغیزه کړې او دا لړۍ لا هم په ښه ژمنتیا روانه ده.

حسینی مزاری د خپلی وینا په یوه برخه کی وویل: که دا فرض کړو چې د دغو دوو بنسټونو او موسسو ځمکه له یو مشخص شخص څخه نه ده اخیستل شوی، خو د هغه وخت حکومت حضرت آیت الله محسنی (رح) ته ورکړی، چې اوس هم قانونی دی. که چیرې د دې دواړو ځمکې د غصب تر عنوان لاندې بیرته واخیستل شي، نو اړینه ده چې ټول هغه ملکیتونه چې د پخوانیو حکومتونو لخوا اشخاصو ته ورکړل شوي وو بیرته ځینې واخیستل شي.

د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د مرکز د بیان بشپړ متن په لاندې ډول دی:

بسم الله الرحمن الرحیم

په دې ورځو کې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت له لوري د تمدن تلویزیون د نشراتو د بندولو او د خاتم النبیین مدرسی او خاتم النبیین پوهنتون د ځمکو د غصب خبرې روانې دي.

په دې اړه، څو ټکي په پام کې باید ونیول شي؛

۱- دغه رسنۍ، مدرسه او پوهنتون د حضرت آیت الله محسنی تلپاتي میراث دی. هغه ستر شخصیت چې نه یوازې په ملي کچه بلکې په سیمه ایزه او نړیواله کچه ځای او مقام لري او ستر مطبوعاتي، فکري، کلتوري، تعلیمي او روغتیايي خدمتونه یې د ځانه پریښودل چې اوس یې سل نه بلکې میلیونونه مسلمانان ترې ګټه پورته کوي، دومره لوی او پراخ خدمات د ستایلو دی، نه بندیدو.

۲- د خاتم النبیین پوهنتون ددي بحث څخه بهر دی ځکه ځای یې د کرایې دی نه ملکی.

۳- د حضرت ایت الله محسنی لمسی، د خاتم النبیین د مدرسې د معتمدینو د بورډ غړی او د تمدن تلویزیون د رئیس محمد جواد محسنی په وینا، د تمدن تلویزیون او خاتم النبیین مدرسه شرعي قباله لري، په دې توپیر چې د تمدن ټلویزیون ځمکه د حقیقی شخص څخه رانیول شوې او د خاتم النبیین د مدرسې د ځمکې په اخیستلو کې د هغه وخت حکومت ونډه درلوده.

۴- که دا فرض کړو چې د دغو دوو بنسټونو او موسسو ځمکه له یو مشخص شخص څخه نه ده اخیستل شوی، خو د هغه وخت حکومت حضرت آیت الله محسنی (رح) ته ورکړی، چې اوس هم قانونی دی. که چیرې د دې دواړو ځمکې د غصب تر عنوان لاندې بیرته واخیستل شي، نو اړینه ده چې ټول هغه ملکیتونه چې د پخوانیو حکومتونو لخوا اشخاصو ته ورکړل شوي وو بیرته ځینې واخیستل شي.

۵- عینی شواهد، رسنیز او ملي اسناد ښيي چې، حضرت آیت الله محسني رحمه الله د ۸۰م لمریز لسیزې په لومړیو کې، تر دې مخکې چې په دیني، کلتوري، تعلیمي او رسنیزو فعالیتونو کې لاس پوري کړي د حرکت اسلامي ګوند له رهبرۍ څخه استعفاء وکړه، په دې معنی، چې یاد شوي ځایونه له یاد ګوند سره هیڅ تړاو نه لري.

په ورته وخت کې تمدن تلویزیون د عامه کلتور او ملي پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې تر ټولو ستره خدمتي رسنۍ ده او په هېواد کې د اسلامي ورورولۍ د روحیې په رامنځته کولو او پیاوړتیا کې اغېزمنه ده او د خاتم النبیین پوهنتون او مدرسه هم تر اوسه په زرګونو محصلین او پوهان روزلې دي، چې په ټولنه او ولس یې ژوره اغیزه کړې او دا لړۍ لا هم په ښه ژمنتیا روانه ده.

سید عیسی حسینی مزاری
د ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا ۲۰مه


 


د مطلب کود: 291705

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291705/د-آیت-الله-محسني-رح-خدمتونه-ستایلو-دی-نه-بندیدو-عدلیې-وزارت-دې-له-سره-غور-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com