د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ایراني شرکت "اسماري ګروپ" مشر او ورسره ملګري پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
یوه ایراني شرکت د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
20 جوزا 1403 ساعت 9:45
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ایراني شرکت "اسماري ګروپ" مشر او ورسره ملګري پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایراني شرکت "اسمري ګروپ" مشر مصطفی ذاکر او ورسره پلاوي د شیخ شهاب الدین دلاور سره وکتل.
په دې کتنه کې د ايراني شرکت رييس د افغانستان په کانونو کې له پانګونې سره لېوالتيا څرګنده کړه او ويې ويل، چې ډېر ژر به د هرات د کانونو په لومړيو درېيو بلاکونو کې د کانونو د استخراج په برخه کې خپل وړانديز وزارت ته وسپاري.
هغه زیاته کړه چې د افغان انجنیرانو د ظرفیت لوړولو په موخه به د ایراني انجینرانو د تجربو د انتقال لپاره یو تعلیمي مرکز جوړ کړي.
له بلې خوا د کانونو او پټرولیم رئیس وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د ملي او نړیوالو پانګوالو لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړي او په افغانستان کې د بهرنیو سوداګرو د پانګونې هرکلی کوي.
د مطلب کود: 291696