کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولایت کې د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

20 جوزا 1403 ساعت 9:18

د جوزجان ولايت د چاپيريال ساتنې رياست مسوولينو ددغه ولايت د پوهنې رياست په همکارۍ او د زده کوونکو په شتون سره د ښاري فرهنګ د پياوړتيا او د عامه ځايونو د پاک ساتلو په مقصد د چاپيريال نړيواله ورځ ونمانځله.


آوا - مزار شریف: د جوزجان ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس مولوی عبدالحی مختار وویل، د چاپیریال ساتنه او پالنه د ټولنې د هر مسلمان دیني او ملي دنده ده، نو لازمه ده د چاپیریال پاک ساتلو لپاره ټول خلک فعاله ونډه لري.

وی افرود: د چاپېریال د نړیوالې ورځې د نمانځنې مراسم د پوهنې ریاست په همکارۍ د قزانچي بابا په عالي لېسه کې د زده کوونکو په حضور کې پیل شول.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکي د ښاري فرهنګ د ودې هرکلی کوي او وايي: د ښار او پاک چاپېریال ساتنه د خلکو له ونډې پرته نه شي کېدای او موږ ټول باید لاس په کار شو او د چاپېریال ساتنه وکړو. "

د يادونې وړ ده، چې د محصلينو له خوا د چاپېريال ساتنې په موخه يوه سمبوليکه ولسي لاريون په لاره اچول شوى و او د چاپېريال اهميت تر سرليک لاندې په ورځپاڼه کې خپور شوى و.


د مطلب کود: 291687

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291687/په-جوزجان-ولایت-کې-د-چاپېریال-ساتنې-نړیواله-ورځ-ولمانځل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com