د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ادارې (GEF) له مسوولینو سره په انلاین مشورتي ناسته کې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په برخه کې د ځنډول شویو پروژو د بیا پیل او په دې برخه کې د دغې شورا د ملاتړ غوښتنه وکړه.
افغانستان د اقلیم د بدلون په برخه کې د ځنډول شویو پروژو د بیا پیل غوښتنه وکړه
19 جوزا 1403 ساعت 10:55
د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ادارې (GEF) له مسوولینو سره په انلاین مشورتي ناسته کې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په برخه کې د ځنډول شویو پروژو د بیا پیل او په دې برخه کې د دغې شورا د ملاتړ غوښتنه وکړه.
آوا - کابل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې رئیس حافظ عزیزالرحمن او د چاپېریال ساتنې ادارې له یو شمېر متخصصینو سره په انلاین ډول مشورتي ناسته وکړه.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په دې غونډه کې چې د پاکستان، عراق، لبنان، یمن، سوریې او اردن هېوادونو استازو او چارواکو برخه اخیستې وه، دواړو لورو په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په برخه کې د ځنډول شویو پروژو پر بیا پیلولو خبرې وکړې.
دغه اداره زیاتوي چې حافظ عزیز الرحمن په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په برخه کې د ځنډول شویو پروژو د بیا پیل او په دې برخه کې د دې شورا د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د "GEF" د شورا دايمي غړي ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د ځنډول شويو پروژو چارې بېرته پيل کړي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر تېره ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان څه باندې ۸۰ سلنه حاصلخیزې ځمکې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د مطلب کود: 291652