کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوي غیر دایمي غړي په توګه د پاکستان ټاکنه

19 جوزا 1403 ساعت 9:56

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پاکستان، پاناما، سومالیا، یونان او ډنمارک د دې سازمان د امنیت شورا د پنځو نویو غیر دایمي غړو په توګه وټاکل چې په ۲۰۲۵ کال کې به د نوې دوه کلنې دورې لپاره پیل شي.


آوا: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوي او غیر دایمي غړي به د دوه کلنې دورې لپاره د راتلونکي کال (۲۰۲۵) کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه خپل فعالیتونه پیل کړي.

د ایرنا د راپور له مخې، پاکستان د اسیا له وچې څخه د جاپان ځای نیولی او پاناما د لاتینې امریکا د اکوادور ځای نیولی دی. همدارنګه یونان او ډنمارک هیوادونه د مالتا او سویس پر ځای د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه غیر دایمي غړي شول. افریقايي هیواد سومالیا هم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افریقا له وچې څخه د موزمبیق هیواد ځای پر ځای کړ.


د مطلب کود: 291644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291644/د-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-نوي-غیر-دایمي-غړي-په-توګه-پاکستان-ټاکنه

آوا
  https://www.avapress.com