د اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی چې نن شنبه د ذوالحجې لومړۍ ورځ ده او د راتلونکې اونۍ دوشنبه د جوزا ۲۸ مه په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ ده.
د راتلونکې هفتي د دوشنبې په ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه
19 جوزا 1403 ساعت 9:40
د اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی چې نن شنبه د ذوالحجې لومړۍ ورځ ده او د راتلونکې اونۍ دوشنبه د جوزا ۲۸ مه په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ ده.
آوا - کابل: ستره محکمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د مرکز او ولایتونو د میاشتي د لیدو د کمیټې د غړو د معلوماتو پر اساس د هیواد په اکثرو ولایتونو کې د ذوالحجې میاشت لیدل شوي او محکمو هم د سپوږمۍ د لیدلو شاهدي ورکړې ده او د هغوی شهادتونه په مستند ډول لوستل شوي دي.
سترې محکمې زياته کړه چې د دې پر بنسټ د مياشتې د ليدلو مرکزي کميټه په رسمي توګه اعلان کوي چې د شنبې ورځ د ١٤٤٥ هجري قمري کال د ذوالحجې د مياشتې لومړۍ نيټه ده.
د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، د ذوالحجې لسمه د ۱۴۰۳ هجري قمري کال د جوزا د میاشتې له ۲۸ نیټې (دوشنبه) د لوی اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
په همدې حال کې سعودي عربستان راتلونکې یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
د مطلب کود: 291638