د افغانستان بانک مشر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره په کتنه کې وویل: دغه بانک توانېدلی چې د بانکدارۍ سکتور ښه مدیریت کړي او د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا په برخه کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي.
د اسلامي بانکدارۍ پر پراختیا ټینګار/ مرکزي بانک توانېدلی چې د بانکدارۍ سکتور ښه مدیریت کړي
17 جوزا 1403 ساعت 12:46
د افغانستان بانک مشر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره په کتنه کې وویل: دغه بانک توانېدلی چې د بانکدارۍ سکتور ښه مدیریت کړي او د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا په برخه کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي.
آوا - کابل: د مرکزي بانک رئیس هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر استیفن رادریکز سره په کتنه کې د افغانستان د بانکدارۍ سکتور د ښه والي، اسلامي بانکدارۍ، الکترونیکي تادیاتو او مالي چارو په اړه خبرې کړې.
د افغانستان بانک د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي بدري وویل، دغه بانک د بانکدارۍ سکتور ښه مدیریت کړی او د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا په برخه کې یې مهم ګامونه اخیستي دي.
د هغه په وينا، دغه بانک د برېښنايي تذکرو په برخه کې هم عملي ګامونه پورته کړي او د کوچنيو تشبثاتو د تمويل د پياوړتيا لپاره يې منظم اصول او مقررات وضع کړي، څو وکولای شي د هېواد د اقتصاد په وده کې خپل مثبت رول ولوبوي.
بدري وويل، چې بانک له ټولو مرستندويه ادارو سره د ښو اړيکو غوښتونکى دى او هيله يې وښوده، چې مرستندويه ادارې به خپلې مرستې د بېکارۍ د کچې په راکمولو او د کار پيدا کولو په برخه کې ولګوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر سټیفن روډریګز د افغانستان بانک له لاسته راوړنو څخه د افغانیو د اسعارو د ثبات، د انفلاسیون د کچې د کنټرول، د بانکي سکتور د مدیریت او د اقتصاد په وده ټینګار وکړ د کوچنیو تصدیو تمویل، بریښنایی تادیات او یو شمیر نور مسایل.
د مطلب کود: 291590