کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فاریاب نوي والي په کار پیل وکړ

17 جوزا 1403 ساعت 10:23

د سمنګان پخوانی والي ملا عبدالاحمد فضلي د فاریاب د نوي والي په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله په حکم ملا عبدالاحمد فضلي د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوی دی.

په دې مراسمو کې چې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معین مولوي مخدوم عبدالحق بدخشاني، سیمه ییزو چارواکو، علماوو او د فاریاب د مرکز میمنې ښار یو شمېر اوسېدونکو په کې ګډون کړی و، په حکومتي پوسټونو کې بدلونونه د حکومتوالۍ اصول وبلل او د پخواني والي د خدمتونو او دندو ستاینه وشوه.

د فاریاب والي ملا عبدالاحد فضلي هم د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د اعتماد قدرداني وکړه او ویې ویل: د فاریاب د خلکو په خاطر به د دغه ولایت د خلکو تر څنګ ولاړ یم او د دې خلکو د خدمت لپاره هڅه کوم."

د فارياب د مرکز ميمنې اوسېدونکو د دغه ولايت له والي څخه وغوښتل چې د خلکو د ستونزو په هواري او د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.


د مطلب کود: 291576

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291576/د-فاریاب-نوي-والي-په-کار-پیل-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com