کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ والي د دغه ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه/ اسلامي امارت له بندیانو سره ناوړه چلند نه مني!

17 جوزا 1403 ساعت 10:03

د بلخ والي د دغه ولایت په عمومي محبس څخه د لیدنی او د بندیانو د ستونزو د څیړلو پرمهال وویل: اسلامي امارت له بندیانو سره ناوړه چلند او د هغوی د انساني کرامت په ساتلو کې ناکامي نه مني، ځکه زندان د اصلاح ځای دی. 


آوا - مزارشریف: د بلخ سرپرست والی مولوی محمد یوسف وفا د دغه ولایت له عمومی محبس څخه لیدنه وکړه او له بندیانو سره یې وکتل او ویې ویل: زموږ موخه د ستونزو څیړل، وړاندیزونه دی. د بندیانو غوښتنې او د زندانیانو د چارو د سمون په موخه اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړل شو.

هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت حکومت له بندیانو سره د ښه او مناسب چلند او د هغوی د انساني کرامت په ساتلو ټینګار او پاملرنه کوي او د بندیانو ستونزو ته نه رسیدګي د منلو وړ نه ده.

مولوي وفا وويل، زندان د مجرمینو د اصلاح لپاره دى او د زندانيانو د نيولو موخه ښوونه او روزنه ده.

هغه وویل: ډاډ درکوم چې د بلخ ولایت د عمومي محبس ستونزې په ځانګړي ډول په ګرمه هوا کې د ځای د نشتوالي او د یخولو د سیستم د نشتوالي په اړه به ژر تر ژره اقدام وشي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د عمومي محبس رئیس عبدالرحمن همت زیاته کړه: په دغه زندان کې ۹۰۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي او د دیني او عصري زده کړو د کورسونو، یو جومات، امنیتي تدابیر، د قانوني ستونزو حل او د استوګنې اسانتیاوې، روغتیايي خدمتونه، مخابراتي خدمات، ۲۴ ساعته امنیتی کمرې برابرې شوې دي.

باید وویل شي، چې د بلخ والي د دغه ولایت له زندانیانو سره له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې ستونزې به یې حل او د بندیانو غوښتنو ته به پاملرنه کوي.


د مطلب کود: 291571

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291571/د-بلخ-والي-دغه-ولایت-له-عمومي-محبس-څخه-لیدنه-وکړه-اسلامي-امارت-بندیانو-سره-ناوړه-چلند-نه-مني

آوا
  https://www.avapress.com