د ښار جوړونې او کور جوړونې سرپرست وزیر وايي، د تولیدي او صنعتي فابریکو د فعالیت لپاره به منظمه هستوګنځایونه جوړ کړي.
د تولیدي فابریکو د فعالیت لپاره د نوي صنعتي ښارګوټي جوړیږی
16 جوزا 1403 ساعت 15:15
د ښار جوړونې او کور جوړونې سرپرست وزیر وايي، د تولیدي او صنعتي فابریکو د فعالیت لپاره به منظمه هستوګنځایونه جوړ کړي.
آوا - کابل: د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعمانی د ۷۷ ترک ساختمانی شرکت له مرستیال براق انسل سره په لیدنه کې وویل، چې د نورو ادارو په همکارۍ به د ښار جوړونې او کور جوړونې په برخه کې منظمې پروژې جوړې کړی.
په دې کتنه کې د ۷۷ ترک ساختماني شرکت مرستیال په بېلابېلو ولایتونو کې د خپل شرکت د تولیداتو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په ځانګړي ډول د لویو پلونو او د بنسټ جوړولو په برخه کې یې د تولیدي فابریکې د فعالیتونو په اړه چې په کابل کې موقعیت لري، توضیحات ورکړل.
ده وويل: د لويو پلونو جوړول د انجنيرۍ او کيفيت له لحاظه يو لوى ځاى ته اړتيا لري تر څو په (٢٨) ورځو کې په خوندي توګه ځاى پرځاى شي.
انسل وويل: "د پلونو د جوړولو د فابريکې مساحت په نسبي ډول کم دى، نو پکار ده چې د نږدې ځمکې خونديتوب وشي، څو جوړ شوي پلونه د ډېر وخت لپاره هلته کېښودل شي."
هغه په دې برخه کې د ښار جوړونې او کور جوړونې له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، څو وکولای شي په دې ځمکه فعالیت وکړي.
د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني وویل، د شنه صنایعو ښارګوټي ځمکې حقوقي او تخنیکي ستونزې لري او وزارت یې د حل په موخه هڅې کوي.
شیخ حمدالله نعماني د ۷۷ ساختماني شرکت مرستیال او ورسره راغلي پلاوي ته وویل، چې دوی ته دې د پیرز ښار په ختیځه څنډه کې د فعالیت د پیل لپاره ځمکه برابره کړي.
د هغه په وينا، بله لاره د شنه صنايعو د صنعتي ښارګوټي په پلان کې د تعديل راوستل دي، خو په دې برخه کې شنه فضا، د پټلۍ پټلۍ او د پېروزي د استوګنې ښارګوټي ته زيان نه دى اوښتى.
د مطلب کود: 291555