کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امام خمیني (رح) په مشرۍ د اسلامي انقلاب بریا، د شلمې پیړۍ تر ټولو مهمه او پرېکنده پیښه/ د افغانستان د خلکو رښتیني ملاتړي امام خمیني (رح)

16 جوزا 1403 ساعت 11:03

په مشهد کښې د تبیان د ټولنیزو کلتوری فعالیتونو د مرکز له خوا د «امام خمینی (رح) په فکر کښې د وحدت تګلاره» په غونډه کښې ویناوالو وویل: د امام خمینی (رح) په مشرۍ اسلامی انقلاب په شلمه پېړۍ کې د تحول او بدلون تر ټولو مهمه پېښه ګڼل شوې ده، دوی وویل: د امام (رح) تحریک او سیاسي مکتب د کلمې په اصل کې په سیاسي او اساسي برخو کې کیفي او بنسټیز بدلون راوست. 


آوا: د امام خمینی (رح) د وفات د ۳۵ کلیزې په مناسبت د «امام خمینی (رح) په فکر کښې د وحدت تګلاره» تر عنوان لاندې فوق العاده کانفرانس تیره ورځ (سه شنبه) جوړ شو چې شیعه او سنی مدني، سیاسی، ټولنیزو او رسنیزو شخصیتونه پکي حضور درلود.

په دې مراسمو کې د حجت الاسلام والمسلمین سید محمد هاشمي راستي؛ په مشهد مقدس کښې د تبیان د ټولنیزو کلتوری فعالیتونو د مرکز مشر په دې خبرې سره چې د حضرت امام خمینی (رح) په مشرۍ د اسلامی انقلاب بریالیتوب د شلمې پیړۍ ترټولو مهم بدلونی او فیصله کوونکی پیښه ګڼل کیږی، وویل: د امام غورځنګ او سیاسی مکتب د کلمې په ریښتیني معنی کې د معاصرې نړۍ د سیاسي او ټولنیزو مسلو په ډګر کې کیفي او بنسټیز بدلون رامینځته کړ.

هغه وویل: د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکې په کلونو او کلونو کښې د نړۍ خلک په ظالمانه او استبدادی دوه قطبی ډګر کښې په داسې حال کښې ګیر شول چې د نړۍ نیم هیوادونه او سلطنتونه د سرمایه دارۍ او انګریزانو په تسلط کښې وو. 

په مشهد کښې د تبیان د مرکز د دفتر مشر څرګنده کړه: په دغه شان حالاتو کښې د یو ستر شخصیت روح الله الموسوی الخمینی (رح) په لوړ اواز او په زړۀ پورې اراده سره د اسلامي حکومت چې د ولایت فقه د ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وو رامنځته کړ.

د دې مراسمو په بله برخه کې مولوي حمیدالله متوکل؛ د بلخ د ولايتي شورا پخواني رييس حضرت امام خميني (رح) يو عالم او روښانفکره شخصيت وباله او ويې ويل: کله چې امام خميني (رح) ناروغ شو نو د افغانستان په ټولو سيمو کې خلکو ددغه ستر شخصيت لپاره دعا وکړه.

هغه وویل: حضرت امام خمینی(رح) د وینو تویونکو هیوادونو د ظلمونو په وړاندې ودریدل او په خپلو ویناوو کې یې وویل چې ختیځ او لویدیځ د افغانستان د مجاهدینو په وړاندې مبارزه نه شي زغملی.

مولوي حميدالله متوکل وويل: موږ وليدل چې پخواني شوروي اتحاد امام خميني (رح) ته وړانديز وکړ چې له افغانانو سره مه یوځاي کېږئ، خو امام رحمه الله ورته توند ځواب ورکړ او ويې ويل چې هغه مسلمان دى او د افغانستان له مجاهدينو سره دى. 

مولوي اخندزاده؛ د هرات د اسلامی اخوان المسلمین د شورا پخوانی مشر په دې خبرې سره چې مونږ د ایران له اسلامی جمهوریت سره ګډ کلتور او دین لرو وویل: حضرت امام خمینی(رح) د نړۍ له استکبار او د پهلوی امپراتورۍ د ۲۵۰۰ کلنو قدرتونو سره مخامخ شو او اسلام بريالى شو.

هغه وویل: په ایران کښې د اسلام بریا د دې سبب شوه چې د افغانستان مسلمان ملت په خپل ځان کښې ستر بدلون رامینځته کړی، ځکه چې د کودتاچیان په دغه وخت کښې افغانستان ته داخل شوی وو او زمونږ د هیواد د بشپړ تسلط په حال کښې وو، خو حضرت امام خمینی(رح) د دښمنانو په مقابل کې د مجاهدينو له ملاتړه ډډه وکړه او له ټولو ستونزو سره سره چې اسلامي جمهوريت ورسره لاس او ګرېوان شو، د خپل هېواد وسلې يې افغان مهاجرينو ته پرانيستې.

د هرات د اخوان المسلمین د شورا پخوانی مشر د امام خمینی (رح) له مهمو کارونو څخه یو هم د اسلامی امت د وحدت رامینځته کول وبلل او ویې ویل: دغه ستر شخصیت د نړۍ د ټولو مسلمانانو د اتحاد او یووالی لپاره ډیر څه وکړل. 

هغه وویل: که یو میلیارد مسلمانان په اسرائیلو باندې یو سطل اوبه واچوي، اسرائیل به تباه شي.

 حجت الاسلام ومسلمین سید نصرالدین محسني؛ د غونډې د وروستي ویناوال په توګه وویل: که چیرې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر له افغان مسلمانو او مهاجرینو وغوښتل چې د استکبار په وړاندې له ځانه د دفاع لپاره چمتو شي، موږ د استکبار په وړاندې مبارزې ته چمتو یو. 

هغه وویل: نن د افغانستان مسلمان ملت په فعاله توګه د صهیونیسټي رژیم په وړاندې حاضر دی او انشاالله مونږ د دې جګړې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.


د مطلب کود: 291529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291529/د-امام-خمیني-رح-په-مشرۍ-اسلامي-انقلاب-بریا-شلمې-پیړۍ-تر-ټولو-مهمه-او-پرېکنده-پیښه-افغانستان-خلکو-رښتیني-ملاتړي

آوا
  https://www.avapress.com