د پنجشير ولايت چارواكي وايي په نږدې راتلونكې كې ددوو موسسو د كار او فعاليت په پيل سره به په دغه ولايت كې لسګونو ځوانانو ته د كار زمينه برابره شي.
په پنجشیر کې د دوو موسسو د فعالیت په پیل سره به لسګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي
15 جوزا 1403 ساعت 14:07
د پنجشير ولايت چارواكي وايي په نږدې راتلونكې كې ددوو موسسو د كار او فعاليت په پيل سره به په دغه ولايت كې لسګونو ځوانانو ته د كار زمينه برابره شي.
آوا - کابل: د پنجشیر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اکتید او هیواد موسسو د کار او فعالیتونو په پیل سره به په نږدې راتلونکي کې په پنجشیر کې لسګونو تنو ته د کار زمینه برابره شي.
د اکتید او هیواد موسسو استازو خپل ټول اقتصادي پلانونه او پروګرامونه د پنجشیر له والي حافظ محمد آغا حکیم سره په جلا جلا غونډو کې شریک کړل.
د پنجشیر والي د پنجشیر په اړه د دوی د ښو اقتصادي، انکشافي او مسلکي پلانونو په پلي کولو کې د دغو دوو بنسټونو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت د برنامو په پلي کولو سره د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون غوښتونکی دی.
د مطلب کود: 291497