د الفتح د ۲۰۹ اتل قول اردو سرتېرو د بلخ ولایت د شهید محمد صدیق لېسې پر ۵۰۰ زده کوونکو قلمونه، کتابچې او نور ښوونیز توکي ووېشل.
په بلخ کې پر زده کوونکو د ملي اردو ځواکونو له خوا د کتابونو او ښوونیزو توکو وېش
15 جوزا 1403 ساعت 10:42
د الفتح د ۲۰۹ اتل قول اردو سرتېرو د بلخ ولایت د شهید محمد صدیق لېسې پر ۵۰۰ زده کوونکو قلمونه، کتابچې او نور ښوونیز توکي ووېشل.
آوا - مزارشریف : د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند صدیق الله نصرت د آوا خبریال ته وویل چې د ملی اردو سرتیرو د بلخ ولایت د شهید محمد صدیق لیسې څخه لیدنه وکړه او د دغې لیسې له زده کوونکو سره یې وکتل.
هغه زياته کړه: " د ٢٠٩ الفتح قول اردو له خوا چمتو شوي قلمونه، کتابچې او نور ښوونيز توکي په ٥٠٠ زده کوونکو ووېشل شول او دغه وېش د درېيمې لوا د سرتېرو له خوا ترسره شو."
د نصرت په خبره، چې د زده کوونکو او د ملي اردو د سرتېرو تر منځ د سوالونو او ځوابونو په زړه پورې پروګرام په لاره اچول شوى و او يو شمېر زده کوونکو ته تشويقي ډالۍ هم ورکړل شوې.
ده وویل: د ملي اردو ځواکونه په هره کچه له ښوونې او روزنې ملاتړ کوي او موږ په دې باور یو چې په هېواد کې د علم د خپراوي لپاره لازمه ده.
په همدې حال کې د بلخ ولايت د شهيد محمد صديق لېسې يو شمېر استادانو او زده کوونکو په دغه لېسه کې د ملي اردو د ځواکونو له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: د سرتېرو ملګرتيا د زده کوونکو مورال لوړوي.
د یادولو وړ ده چې ۲۰۹ الفتح قول اردو د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د ملکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هڅې کوي او په دې برخه کې یې ښې لاسته راوړنې هم لرلي دي.
د مطلب کود: 291481