د ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د اندونیزیا له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراخولو ته لېواله دی.
سرپرست حکومت له اندونیزیا سره د اړیکو پراخولو ته لېواله دی
15 جوزا 1403 ساعت 10:35
د ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د اندونیزیا له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراخولو ته لېواله دی.
آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د اندونیزیا د پخواني ولسمشر او اوسني مرستیال محمد یوسف کلا ددغه هیواد د سرې میاشتې ټولنې او د جوماتونو د شورا مشر او ورسره پلاوي سره لیدلي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد په دې کتنه کې وویل چې افغانستان او اندونیزیا ډیر مشترکات لري او اسلامي امارت د دواړو هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراخولو ته لیواله دی.
په دې غونډه کې د اندونیزیا د پلاوي په استازیتوب هغه څه چې موږ د افغانستان د امنیت او نورو مسایلو په اړه په رسنیو کې اوریدل هغه تبلیغات وو، خو پر ځای یې د افغانستان د امنیت او اقتصاد د تامین لپاره ډېر کار شوی دی.
پلاوي زیاته کړه، اندونیزیا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو ده.
د مطلب کود: 291480