کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوګانډا پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا

15 جوزا 1403 ساعت 10:18

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه له یوګانډا څخه وګټله.


آوا: د ۲۰۲۴ کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو په دوام، نن سه شنبه د جورا ۱۵ مه د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د یوګانډا لوبډلې ته په ۱۲۵ منډو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دویمه لوبه د روانې میاشتې په اتمه نیټه د نیوزیلینډ په وړاندې ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې د کرېکټ نړيوال جام له ۲۰۰۷ کال راهيسې هر دوه کاله وروسته تر سره کېږي، چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۲۲ کلونو کې يې د دوو اتلوليو په ګټلو سره د ويسټ انډيز تر ټولو اتله لوبډله ده د هند، اسټرالیا، سریلانکا او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو یوازې یو ځل د دې سیالیو اتلولي ګټلې ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ۲۰۱۰ کال راهیسې د شل اوریزو کرکټ په نړیوال جام کې ګډون کوي، چې تر ټولو ښه پایله یې په ۲۰۱۶ کال کې وه، چې د دې سیالیو د لسو غوره لوبډلو په کتار کې بریالۍ شوه.

که څه هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو نړیوال جام په سیالیو کې په خپلو شپږو لوبو کې اووه ځلې بریا خپله کړې، خو پنځلس ځلې یې د خپلو سیالانو له خوا ماتې خوړلې ده.


د مطلب کود: 291474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291474/د-یوګانډا-پر-وړاندې-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-بریا

آوا
  https://www.avapress.com