کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۶ زره ۳۷۹ تنو ته ورسېد

13 جوزا 1403 ساعت 9:50

د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې تړانګې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې د شهیدانو شمیر ۳۶۳۷۹ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د صهیونیسټی پوځیانو په حملو کښې د شهیدانو او زخمیانو وروستۍ احصائیې اعلان کړې.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تیر کال د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلي پوځیانو د بریدونو په پایله کې ۳۶۳۷۹ تنه شهیدان شوي دي.

دغه راز د فلسطین د روغتیا وزارت وویل په غزې تړانګې کښې د جنګ له پیل راهیسې دصهیونیسټ رژیم د پوځ په حملو کښې د زخمیانو ټولټال شمیر ۸۲ زره ۴۰۷ تنو ته رسیدلی دی .

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټی پوځیانو په غزې تړانګه کښې ۵ جنایتونه او قتلونه کړی دی.

همداشان د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه د اسرائیلي پوځیانو د حملو په نتیجه کښې ۹۵ تنه شهیدان او ۳۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت تاکید وکړ چې یو شمېر شهیدان او ټپیان لا هم په سړکونو او کوڅو کې پراته دي او نیواکګر د مرستو رسولو مخه نیسي.


د مطلب کود: 291367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291367/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۶-زره-۳۷۹-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com