کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولایت کې پر شیعه ګانو د ترهګریزو بریدونو د عاملینو نیول

13 جوزا 1403 ساعت 9:41

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د محمدیه ښار د امام زمان (عج) پر جومات د برید په ګډون یې د دغه ولایت د شیعه ګانو پر ضد په څو خونړیو تروریستي بریدونو کې د لاس لرلو یوه ډله پېژندلي او نیولي دي. 


آوا - هرات: د هرات ولایت ویاند مولوی نثار احمد الیاس وایی، د هرات امنیتی ځواکونو یوه « ورانکاره ډله» نیولې ده چې په دغه ولایت کې د شیعه ګانو پر ضد په څو خونړیو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود. 

د هرات د والي وياند همداراز زياته کړه: دغې ډلې په تيرو اتو مياشتو کې زموږ د شيعه هيوادوالو پرخلاف څو وژونکي بريدونه ترسره کړي دي او وروستۍ حمله يې څه دپاسه يوه مياشت مخکې د ګذرې ولسوالۍ په يو جومات ترسره کړه.

مولوي الياس دغه راز وويل چې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې له دغو کسانو څخه يو ځانمرګى واسکټ، يو موټر او يوه اندازه وسلې هم ترلاسه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په تېر يوه کال کې د هرات په بېلابېلو سيمو کې پر شيعه ګانو د تروريستي بريدونو له امله ګڼ شمېر ديني عالمان، ښځې، ماشومان او عبادت کوونکي شهيدان او ټپيان شوي دي. 


د مطلب کود: 291363

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291363/په-هرات-ولایت-کې-پر-شیعه-ګانو-د-ترهګریزو-بریدونو-عاملینو-نیول

آوا
  https://www.avapress.com