د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې به د ۴ کانونو د استخراج عملي کار ډېر ژر پیل شي، چې ۶۰ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
په هرات ولایت کې به ډېر ژر ۶۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي
13 جوزا 1403 ساعت 9:38
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې به د ۴ کانونو د استخراج عملي کار ډېر ژر پیل شي، چې ۶۰ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
آوا - هرات: د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست د تفتیش رئیس انجینر عنایت الله امیني وايي، د سمنټو پروژې، د غوریان د اوسپنې کان بلاک، د پښتون زرغون د اوسپنې کان او د ډبرو سکرو په ګډون څلور لوی کانونه به ډېر ژر پرانیستل شي.
ښاغلي امیني دا هم وویل چې اوس مهال د هرات د سمنټو د پروژې په لومړنیو کارونو کې ۲۰۰ کسان کار کوي او ټاکل شوې چې د ۲۶۵ میلیونه ډالرو په لګښت ډېر ژر رسماً پیل شي.
ده همداراز ټینګار وکړ: د دغو سترو پروژو په پرانیستلو سره به د هرات په اقتصادی ډګر کې بدلون راشی.
د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست سرپرست وویل، هرات د جپسم په تولید کې پر ځان بسیا شوی او ډېر ژر به د سمنټو په برخه کې هم پر ځان بسیا شي.
نوموړي دغه راز په ډاګه کړه، چې دې رياست تېر کال ٢١٧ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
په هرات کې د دغه سیمه ییز چارواکي په وینا، دا مهال په دغه ولایت کې د استخراج په ګډون ۲۶ کانونه فعال دي.
د هرات ولايت د کانونو او پټروليم رياست د شمېرو له مخې، په دې ولايت کې ٣٤ کانونه شته، چې ٢٦ يې فعال دي.
د مطلب کود: 291362