د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رندیر جیسوال د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په هدف د چابهار بندر په کارولو ټینګار وکړ او ویې ویل نوی ډیلی د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوی.
هند: نوی ډیلی د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
12 جوزا 1403 ساعت 9:51
د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رندیر جیسوال د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په هدف د چابهار بندر په کارولو ټینګار وکړ او ویې ویل نوی ډیلی د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوی.
آوا: د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رندیر جیسوال پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې نوی ډیلی د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او دا د هغه هیواد باثباته پالیسي ده.
نوموړي د چابهار بندر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې زياته کړه، چې هند به له دغه بندر څخه د افغانستان او د منځنۍ اسيا په وچه کې پرتو هېوادونو ته د بشري مرستو د رسولو په هدف له دغه بندر څخه کار واخلي.
جیسوال وویل: دا زموږ باثباته پالیسي ده چې د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه د بشري مرستو، خوراکي توکو، درملو او نورو له لارې ملاتړ وکړو. موږ د چابهار بندر د همدې موخې لپاره کاروو."
رندیر جیسوال وویل، د چابهار بندر په سیمه کې د اتصال د رامنځته کولو او د بشري مرستو د رسولو یوه مهمه پروژه ده.
باید وویل شي، چې څو اونۍ وړاندې د هند او ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د چابهار بند د پراختیا تړون لاسلیک شو.
د چابهار بندر د ازادو اوبو سره د افغانستان په نښلولو کې مهم رول لوبوي.
د مطلب کود: 291302