د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې د سفارت له مشر سره په کتنه کې په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د علماوو د مشورتي کنفرانس جوړېدل ارزښتناکه وبلله او ویې ویل، چې دغه کنفرانس ډېر ګټور و.
د حج او اوقافو سرپرست وزیر:
د اسلامي هېوادونو د علماوو مشورتي کنفرانس د فلسطین لپاره ګټورې پایلې درلودې
9 جوزا 1403 ساعت 13:54
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې د سفارت له مشر سره په کتنه کې په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د علماوو د مشورتي کنفرانس جوړېدل ارزښتناکه وبلله او ویې ویل، چې دغه کنفرانس ډېر ګټور و.
آوا - کابل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر د دغه وزارت له سرپرست نور محمد ثاقب او د ترکیې د سفارت له سرپرست جِنک اونال سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
ویل شوي، چې د ترکیې سفارت مشر د افغانستان اسلامي امارت له وروستیو لاسته راوړنو او پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان او ترکیې ترمنځ یې دیني او فرهنګي اړیکې مهمې وبللې.
هغه د خپل هېواد او اسلامي امارت تر منځ یې له ښو او پراخو اړیکو خوښي څرګنده کړه او د لا زیاتو ګډو همکاریو پر رامنځته کولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي همدا راز له اسلامي امارت سره د خپل هېواد د دیني چارو د ریاست له لارې د حج، جوماتونو او نورو دیني چارو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د اسلامي امارت پر سترو او مهمو پرمختګونو رڼا واچوله او ترکیې ته یې د خپل وروستي سفر او د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي کنفرانس کې د هغوی د ګډون یادونه هم وکړه.
همدارنګه هغه د اسلامي هېوادونو د علماوو د مشورتي کنفرانس تنظیم چې د ترکیې په تاریخي ښار استانبول کې پیل شو، ډېر ارزښتناک او مهم وباله او څرګنده یې کړه چې دغه کنفرانس د فلسطین لپاره ډېرې ګټورې پایلې لرلې.
ښاغلي ثاقب د اسلامي هېوادونو تر منځ د دا ډول مهمو او ارزښتناکو دیني غونډو او کنفرانسونو جوړول خورا اړین وبلل.
دغه راز ويل شوي دي چې په دې کتنه کې د نورو مهمو ديني مسايلو تر څنګ د دواړو هېوادونو د عالمانو ترمنځ د ديني او علمي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په باب هم د نظريو تبادله وشوه.
د مطلب کود: 291197