کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوه پخواني دولتي چارواکي لېوالتیا چې د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي

9 جوزا 1403 ساعت 10:40

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، په تېره اداره کې د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان نظام الدين قيصاري د کانونو په برخه کې د پانګونې او د هېواد د کانونو لپاره د ملي او نړيوالو پانګوالو د جلبولو لېوالتيا ښودلې ده.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي قیصاري په افغانستان کې د امنیت د تامین او د ملي یووالي د ټینګښت د ستاینې ترڅنګ، د کانونو په سکتور کې د پانګونې او د هېواد د کانونو لپاره د ملي او نړیوالو پانګوالو د جلبولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې کتنه کې وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېواد د وګړو ساتنه زموږ د ټولو مسوولیت دی.

باید وویل شي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د پخواني حکومت سلګونه چارواکي افغانستان ته راستانه شوي دي.


د مطلب کود: 291181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291181/د-یوه-پخواني-دولتي-چارواکي-لېوالتیا-چې-هېواد-په-کانونو-کې-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com