کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په عراق کې د داعش درې ترهګر په اعدام محکوم شول

8 جوزا 1403 ساعت 13:22

د عراق د جنايي جرمونو مرکزي محکمې نن (سه شنبه) د داعش د تکفيري ډلې د درېيو غړو د اعدام حکم صادر کړ.


آوا: د عراق سترې قضايي شورا نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه هیواد د جرمونو مرکزي محکمې د داعش ډلې د دریو غړو د اعدام حکم صادر کړی دی.

د السمريه نيوز د خبر له مخې، يادو درېيو کسانو د داعش ډلې غړيتوب او د امنيتي ځواکونو پر ضد په ترهګريزو عملياتو او د څو موټرو په چاودنو کې يې برخه اخيستې، اعتراف کړى دى.

د مې په ۱۱مه (د ثور ۲۲) د عراق قضايي چارواکو د استیناف محکمې له خوا د سزا له وروستي تصویب وروسته د داعش ۱۱ غړي د اعدام اعلان وکړ.

د اپریل په ۲۵مه (د ثور ۶) د داعش ډلې ۱۱ غړي په دار وځړول شول.

په عراق کې د اعدام حکم باید له قضايي پروسې او د استیناف په محکمه کې تر تصویب وروسته د دغه هېواد د ولسمشر له خوا لاسلیک شي.

د عراقي سرچینو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې د داعش له منګولو څخه د موصل ښار په آزادولو سره پای ته ورسېده، د دغې تکفیري ډلې د غړو پر ضد په سلګونو اعدامونه صادر شوي دي.


د مطلب کود: 291130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291130/په-عراق-کې-د-داعش-درې-ترهګر-اعدام-محکوم-شول

آوا
  https://www.avapress.com