د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ په ریاست کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې د پرانیستلو خبر ورکوي.
په میدان وردګ کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوه
8 جوزا 1403 ساعت 12:16
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ په ریاست کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې د پرانیستلو خبر ورکوي.
آوا - کابل: د میدان وردګو د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤلینو په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې د اسلامي شریعت د اصولو پر بنسټ ښځو ته د سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي.
د چارواكو په وينا، د دغه دفتر په پرانېستلو سره به په دې ولايت كې يو زيات شمېر ښځو ته د كار زمينه برابره شي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان د اقتصاد وزارت اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د هغو مېرمنو شمېر چې کوچني او لوى کاروبار لري، شاوخوا ٥٤ زره ښځې دي.
د مطلب کود: 291114