په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومان، یا په هرو لسو ماشومانو کې درې به د لوږې له بحران سره مخ شی.
په افغانستان کې ۶.۵ میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي
8 جوزا 1403 ساعت 12:13
په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومان، یا په هرو لسو ماشومانو کې درې به د لوږې له بحران سره مخ شی.
آوا - کابل: د ماشومانو د ژغورنې موسسې په یوه راپور کې ویلي چې سیلاب، وچکالي او له پاکستان او ایران څخه د کډوالو راستنیدل په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د زیاتوالي لاملونه دي.
د سازمان په وینا، اټکل کیږي چې په 2024 کې به 2.9 میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کلونو څخه کم وي د شدید خوارځواکۍ سره مخ شي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ډلو او روغتیايي مرکزونو د خوارځواکۍ له امله له اوو زرو څخه د زیاتو ماشومانو درملنه کړې ده.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې موسسې مشر ارشد ملک وايي، سږ کال دغې موسسې له اوو زرو څخه د زیاتو ماشومانو د سختې یا حاد خوارځواکۍ له امله درملنه کړې ده.
هغه زیاته کړه: "دا شمیرې د کورنیو لپاره دوامداره مرستې ته د جدي اړتیا نښه ده ځکه چې دوی یو له بل وروسته صدمه تجربه کوي."
څه موده وړاندې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال صندوق ویلي وو چې د افغانستان خلک د لوږې او خوارځواکۍ له خورا ناوړه بحران سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم با کیفیته روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی په افغانستان کې لویه ننګونه بولي.
د مطلب کود: 291112