کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فواید عامې وزارت په نږدې راتلونکي کې د سالنګ د لویې لارې د پاتې کار د پیل خبر ورکړی

7 جوزا 1403 ساعت 10:56

د فواید عامې وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویې لارې د پاتې کارونو قرارداد یې له دریو قراردادي شرکتونو سره تمدید کړی او د هوا په ښه کېدو سره به یې پاتې چارې بیا پیل شي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه وزارت په هیواد کې د لویو لارو او سړکونو جوړولو ته ژمن دی.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې د لویو لارو د جوړولو په لړ کې یو شمېر لویې پروژې په پام کې لري.
 
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د فوايد عامې وزارت د سالنګ تونل چې د افغانستان يو له مهمو لويو لارو څخه بلل کېږي، ترميم او بيارغونه وکړه.


د مطلب کود: 291032

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291032/د-فواید-عامې-وزارت-په-نږدې-راتلونکي-کې-سالنګ-لویې-لارې-پاتې-کار-پیل-خبر-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com