کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ له پاکستانه تر ۵۵۰ ډېر کډوال په زوره ایستل شوي دي

7 جوزا 1403 ساعت 9:56

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تېره ورځ (شنبه د زمري ۵ مه) له پاکستانه د ۵۵۹ کډوالو د جبري شړلو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د ۵۵۹ تنو په ګډون ۱۰۶ افغان کورنۍ (شنبه، د جوزا ۵مه) له پاکستان څخه په زوره ایستل شوې او د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه پر یو شمېر یې نغدي مرستې وېشل شوي او یو شمېر یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ورپېژندل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
 
ویل کیږي چې په لومړیو میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه ویستل شوي دي.


د مطلب کود: 291025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291025/تېره-ورځ-له-پاکستانه-تر-۵۵۰-ډېر-کډوال-په-زوره-ایستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com