کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زړه په سوري اخته ۱۵ ماشومان د درملنې لپاره د کابل دوو روغتونونو ته معرفي شول

7 جوزا 1403 ساعت 9:42

د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ، چې د زړه په سوري ناروغۍ اخته ۱۵ ماشومان د درملنې په موخه د هېواد د پلازمېنې دوو روغتونونو ته معرفي کوي.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په ناروغۍ اخته ۱۵ ماشومان د درملنې په موخه د کابل دوو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
 
دغه اداره زیاتوي، چې په تېرو دوو کلونو کې تر څلور زره ډېر ماشومان د زړه په ناروغۍ اخته دي، چې د درملنې لپاره د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
 
د زړه سوري یا د سیپټل نیمګړتیا د زړه یو له ناروغیو څخه دی چې په ځینو ماشومانو کې د زیږون څخه شتون لري.


د مطلب کود: 291022

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291022/د-زړه-په-سوري-اخته-۱۵-ماشومان-درملنې-لپاره-کابل-دوو-روغتونونو-ته-معرفي-شول

آوا
  https://www.avapress.com