کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هند په یوه تفریحي پارک کې اور لګېدنې ۲۷ تنه وژلي دي

7 جوزا 1403 ساعت 9:33

هندي چارواکو اعلان کړی چې د ګجرات ایالت په یوه تفریحي پارک کې د اورلګېدنې له امله د ۹ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.


آوا: په هند کې سیمه ییزو چارواکو په یوه تفریحي پارک کې د اورلګېدنې له امله د ۲۷ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې ډېری یې ماشومان دي.
 
اورلګېدنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د لوبې ډګر له ماشومانو او ځوانانو ډک و او په ودانۍ کې تر ۳۰۰ ډېر کسان موجود وو.
 
د هند د اور وژنې ادارې اعلان کړی چې د اور لګېدنې لامل لا نه دی معلوم او د دغه هېواد لومړي وزیر هم ویلي: د اور وژنې دې پېښې موږ ټول غمجن کړل.


د مطلب کود: 291018

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291018/د-هند-په-یوه-تفریحي-پارک-کې-اور-لګېدنې-۲۷-تنه-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com