کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولایت کې پر بزګرانو د نغدو پیسو ویش

6 جوزا 1403 ساعت 15:06

د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خصوصي موسسې په مرسته د دغه ولایت پر ۷۷۱ بزګرانو نغدي مرستې وویشل.


آوا - مزارشریف: د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خصوصي موسسې په مرسته د دغه ولایت پر ۷۷۱ بزګرانو نغدي مرستې وویشل.

نوموړي زیاته کړه، چې د کروندګرو لپاره دغه مرسته د یوې ادارې په مرسته ترسره شوې او موخه مو د بزګرانو د ستونزو حل او ملاتړ دی.

خيراندېش وويل: په دې مرسته کې د هر کروندګر ونډه څه باندې ٢٧٢٠ افغانۍ ده او دا د دې ولسوالۍ پر کروندګرو د نغدي وېش درېيم پړاو دى.

په همدې حال کې يو شمېر بزګرانو د نغدو پيسو د ويش له بهير څخه د ستاينې په ترڅ کې وويل: حکومت او نورې ملي او نړيوالې موسسې بايد له بزګرانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې جوزجان د هېواد په شمال کې يو له مشهورو ولايتونو څخه دى، چې د دغه ولايت د کرنې لويه برخه په کرنيزو ځمکو کې جوړېږي.


د مطلب کود: 290998

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290998/په-جوزجان-ولایت-کې-پر-بزګرانو-د-نغدو-پیسو-ویش

آوا
  https://www.avapress.com