کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر د ایستل شوو افغان کډوالو لپاره کورونه جوړوي

6 جوزا 1403 ساعت 11:29

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او پراختیا رئیس د دغه وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د افغانستان د ایستل شویو کډوالو لپاره د کورونو د جوړولو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او پراختیا رئیس محمد صلاح ابراهیمي د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره وکتل.

د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او پراختیا مشر وویل، چې دغه اداره به د کډوالو د اوسېدو په برخه کې د نویو راستانه شویو افغان کډوالو لپاره کور جوړ کړي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه چې د کور جوړونې د احصایې په اړه به د قطر له خیریه بنسټ سره تر مشورې وروسته معلومات ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ويستلو له پيل راهيسې په سلګونو زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او د کورونو او دندو له نشتوالي شکايت کوي.


د مطلب کود: 290972

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290972/قطر-د-ایستل-شوو-افغان-کډوالو-لپاره-کورونه-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com