کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې ترافیکي پېښې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

6 جوزا 1403 ساعت 10:12

د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.


آوا - کابل: د زابل ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وایي، پیښه تیره ورځ مازدیګر مهال د شهر صفا ولسوالۍ په "بریام مانده" سیمه کې رامنځته شوې ده. . 
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې يوه ښځه او دوه نارينه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ نور ټپيان شوي دي. 
 
نوموړي د دې پېښې د لامل په اړه څه ونه ويل. 
 
د کابل-کندهار لویه لار د هیواد په کچه یو له ډیرو ترافیکي لارو څخه شمیرل کیږي. 
 
د موټر چلوونکو تېز رفتار او بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى په هېواد کې د ترافيکي پېښو له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.


د مطلب کود: 290953

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290953/زابل-کې-ترافیکي-پېښې-۱۸-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com