د صهیونیسټ رژیم رسنیو له راتلونکې اونۍ څخه په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو او اسرائیلو د بندیانو د تبادلې او د اوربند د موافقې د بیا پیلیدو اعلان وکړ.
د راتلونکې اونۍ څخه په غزه کې د بندیانو د تبادلې او د اوربند تړون په اړه خبرې اترې بیا پیل کیږي
6 جوزا 1403 ساعت 10:03
د صهیونیسټ رژیم رسنیو له راتلونکې اونۍ څخه په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو او اسرائیلو د بندیانو د تبادلې او د اوربند د موافقې د بیا پیلیدو اعلان وکړ.
آوا: یدیعوت احرونوت د خپلو سرچینو په حواله په راتلونکې اونۍ کښې د حماس او صهیونیسټ رژیم ترمینځ د بندیانو د تبادلې د خبرو اترو د بیا پیلیدو اعلان وکړ.
ویل شوي چې دغه خبرې اترې به د مصر او قطر په ګډون د منځګړیتوب د اړخونو له خوا د وړاندیز شوي پلان پر بنسټ بیا پیل شي.
دغه صهیونیسټي خپرونې زیاته کړې ده چې د موساد مشر ډیویډ بارن په پاریس کښې له مینځګړیتوبه له خبرو اترو وروسته نیول شویو سیمو ته راستون شوی دی .
د یادولو وړ ده چې څو اونۍ مخکې د رفح په پوله د صهیونیسټانو له حملې وروسته د خبرو اترو بهیر ودرول شو.
د مطلب کود: 290949