کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخاب ولسوالۍ سېلاب ځپلي خلک له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي

6 جوزا 1403 ساعت 9:50

د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي او د امامزاده يحيى (ع) د زيارت يو تن ساتونکى وايي، چې په بلخاب ولسوالۍ کې سېلابونو ډېر زيانونه اړولي، خو دا موضوع يې رسنيو ته نه ده په ډاګه کړې. دوی زیاتوي، چې حکومت باید له هغو خلکو سره مرسته وکړي، چې مرستو ته جدي اړتیا لري.


آوا - مزارشریف : د سرپل ولایت د امامزاده یحیی (ع) د زیارت یو معتمد سید علی عالم زاده د آوا خبریال ته وویل: وروستیو اورښتونو او سیلابونو په بلخاب ولسوالۍ کې ډیر مالی زیانونه اړولی دی سلګونه کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.

هغه زیاته کړه: د بلخاب په ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله رامنځته شوی ستر زیان د رسنیو له سترګو پټ پاتې دی او د آوا څخه غوښتنه کوو، چې د بلخاب د مظلومو خلکو غږ انعکاس کړي، ترڅو پاملرنه ورته وشي. 

عالمزاده په بلخاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د استوګنې د کورونو، ترانسپورتي لارو، باغونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو او د ګڼ شمېر څارویو د له منځه تللو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د بلخاب ولسوالۍ ډېری سېلاب ځپلې کورنۍ بې وزله دي او د حکومت مرسته او پاملرنه اړینه ده.

له بلې خوا د بلخاب اوسیدونکې سيد اسحاق حسيني د آوا خبريال ته وويل: وروستيو اورښتونو او سيلابونو د بلخاب په ولسوالۍ کې زياتې کورنۍ بې کوره کړي او کورونه يې ويجاړ کړي دي.

ده زياته کړه: په ځينو سيمو کې سيلابونو خلک له ځان سره وړي دي او هغوى په سخت حالت کې دي او له دولت څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د سرپل ولایت د سیمه ییزو ارګانونو مسوولین هم په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله خلکو ته د زیاتو ځاني او مالي زیانونو د اوښتو په تاییدولو سره وايي: له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره هڅې روانې دي. 

د يادونې وړ ده، چې بلخاب د سرپل ولايت له مشهورو ولسواليو څخه ده او په دې ولسوالۍ کې د سکرو په څېر د ځمکې لاندې کانونه شتون لري.


د مطلب کود: 290947

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290947/د-بلخاب-ولسوالۍ-سېلاب-ځپلي-خلک-له-حکومت-څخه-مرستې-غوښتنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com