کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات د درمل پلورونکو اتحاديه په هرات کې د غور له سېلاب ځپلو او روږدو کسانو سره مرسته وکړه

6 جوزا 1403 ساعت 9:46

د هرات د درمل پلورونکو اتحاديې مسوولين وايي، د غور ولايت له سېلاب ځپلو او په هرات کې په نشه يي توکو روږدو کسانو ته يې د دوه قلمه درملو مرسته کړې ده.


آوا - هرات: د هرات د نشه یی توکو د پلورونکو اتحادیې مشر حاجی محمد ناصر امین وایی، دغې اتحادیې د غور ولایت له سیلاب ځپلو او په نشه یی توکو روږدو کسانو سره د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه قلمه درملو مرسته کړې ده. 

ده زياته کړه: د دغې اتحاديې غړو له سيلاب ځپلو سره د اړتيا وړ طبي مرستې راټولې کړې او دغه راز يې په نشه يي توکو روږدو کسانو ته چې تر درملنې لاندې دي، د طبي مرستو يوه جوپه ليږلې ده.

تر دې مخکې هم د هرات د درمل پلورونکو اتحادیې د دغه ولایت له زلزله ځپلو او د دوعا د مدرسې له روغتون سره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په غور ولایت کې وروستیو سیلابونو د دغه ولایت خلکو ته ستر زیانونه اړولي او سلګونه کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.


د مطلب کود: 290945

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290945/د-هرات-درمل-پلورونکو-اتحاديه-په-کې-غور-له-سېلاب-ځپلو-او-روږدو-کسانو-سره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com