د دغه هېواد مرکزي بانک مالیزیا ته د اسلامي اقتصاد او مالي چارو د نړیوال فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د دغه بانک د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر خبر ورکړ.
مالیزیا ته د افغانستان د مرکزي بانک د پلاوي سفر
5 جوزا 1403 ساعت 14:53
د دغه هېواد مرکزي بانک مالیزیا ته د اسلامي اقتصاد او مالي چارو د نړیوال فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د دغه بانک د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر خبر ورکړ.
آوا - کابل: د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په غونډه کې د ګډون ترڅنګ په دغه فورم کې د ګډون په موخه روانېږي.
د مرکزي بانک په وینا، دغه پلاوی به د اسلامي بانکدارۍ نړیوال شرعي څیړنیز مرکز، د نړیوال اسلامي بانکدارۍ او مالي پوهنتون، د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون او د حج او زکات له څانګې څخه هم لیدنه وکړي.
د اسلامي اقتصاد او ماليې په نړيوال فورم کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د مرکزي بانکونو او مالي ادارو استازي رابلل شوي چې د اسلامي بانکدارۍ د پراختيا، د کوچنيو او منځنيو تشبثونو د پياوړتيا او د اسلامي مالياتو د تعريف په اړه د موضوعاتو په اړه بحث وکړي.
د مطلب کود: 290916