کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سخت اورښت د احتمال خبرداری ورکړ

5 جوزا 1403 ساعت 14:47

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست اعلان کړى، چې د هېواد په پنځو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د ورښتونو او تېزو سيلابونو د ورېدو احتمال شته.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، نن (شنبه، د جوزا ۵ مه) د بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، بغلان ولایتونو او سالنګ کې د ورښتونو او تېزو سيلابونو د راوتلو وړاندوینه ګړي ده.

د هوا پېژندنې ادارې له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې د باران اټکل کړی دی.

دغه رياست زياته کړه چې په لويديځو، جنوبي او مرکزي ولايتونو کې د سختو بادونو امکان شته چې په بېلابېلو ځايونو کې يې سرعت په ساعت کې له ٣٠ څخه تر ٨٠ کيلومترو پورې اټکل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د اورښتونو له امله ولسي وګړو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.


د مطلب کود: 290915

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290915/د-هوا-پېژندنې-ادارې-هېواد-په-یو-شمېر-ولایتونو-کې-نسبتا-سخت-اورښت-احتمال-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com