کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د تندر او بریښنا له امله درې تنه مړه شوي دي

5 جوزا 1403 ساعت 13:49

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د برېښنا او تندر د لګېدو له امله درې تنه مړه شوي دي.


آوا - کابل: د ننګرهار د اسلامي امارت د ویاند مرستیال عبدالبصیر زابلي وايي، دغه پېښه تېره شپه د شیرزاد ولسوالی په ګندمک سیمه د "خوتي" په کلي کې رامنځته شوې ده. 

د هغه په ​​وينا، په دې سيمه کې پر يوه کور د بندر ولګېد، چې له امله يې د يوې کورنۍ دوه غړي له مېلمه سره لومړى ټپيان شول او بيا په روغتون کې ساه ورکړه.

د روان کال په پسرلي کې په ولایتونو کې د تندر او بریښنا د مرګ ژوبلې زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې بارانونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 290903

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290903/په-ننګرهار-کې-د-تندر-او-بریښنا-له-امله-درې-تنه-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com