په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د کونسلګرۍ د هڅو په نتیجه کې د سندهـ له زندانونو د ۲۳ افغانانو د خوشي کولو اعلان کړی دی.
پاکستان ۲۳ افغان بندیان خوشې کړل
5 جوزا 1403 ساعت 13:32
په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د کونسلګرۍ د هڅو په نتیجه کې د سندهـ له زندانونو د ۲۳ افغانانو د خوشي کولو اعلان کړی دی.
آوا - کابل: په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسل عبدالجبار تخاري وايي، چې د دې کونسلګرۍ په هڅو د یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه افغانان د سنده ایالت له زندانونو راخوشې شوي دي.
د ښاغلي تخاري په وینا دا مهال د سنده په زندانونو کې شاوخوا څلویښت افغانان بندیان دي او د خوشي کولو هڅې یې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په هغه هېواد کې د افغانستان د سفارت په هڅو د پاکستان له زندانونو یو شمېر بندیان خوشي شوي وو.
د مطلب کود: 290895