د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، په غزني کې د لس کوچني بندونو د جوړولو خبر ورکړ چې د زرګونو متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
په غزني کې لس کوچني بندونه جوړ شول
5 جوزا 1403 ساعت 11:09
د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، په غزني کې د لس کوچني بندونو د جوړولو خبر ورکړ چې د زرګونو متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
آوا - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په غزني کې د لسو بندونو د جوړولو خبر ورکوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بندونه د زرګونو متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
د دغو بندونو په جوړېدو سره به په احتمالي سېلابونو کې د عامه تاسيساتو د تخريب د مخنيوي تر څنګ په زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم اوبه شي.
د غزني عامو خلکو او بزګرانو د اسلامي امارت د دغه اقدام هرکلی کړی او دا یې د دوی د هوساینې او د کرنې د سمسورتیا لامل بولي.
د مطلب کود: 290886