کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د باران او سیلابونو احتمال شته

3 جوزا 1403 ساعت 14:08

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.


آوا)- کابل: د دغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې نن او سبا، د بدخشان، کنړ، نورستان، پنجشیر، تخار، کندز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، بلخ، میدان وردګ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو کې د باران او سیلابونو د راوتلو وړاندوینه کړی ده.
 
د هوا پېژندنې ادارې د دغو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې له ١٥ تر ٥٠ ملي مترو پورې د اورښت اټکل کړى دى.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو اوونيو کې په هېواد کې د سختو سيلابونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.


د مطلب کود: 290828

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290828/د-هېواد-په-۱۳-ولایتونو-کې-باران-او-سیلابونو-احتمال-شته

آوا
  https://www.avapress.com