کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکي پانګوالو لپاره د مناسب چاپیریال چمتو کیږي

2 جوزا 1403 ساعت 13:27

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي چې د دغه وزارت د قانون او کړنلارې له مخې د ترکي پانګوالو لپاره مناسب شرایط برابروي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ترکیې د کمپنۍ له مشر "ایمیګلو مارمار" سره د هېواد د کانونو په سکتور په ځانګړې توګه د مرمرو په کانونو کې د پانګونې په اړه وکتل.
 
د کانونو او پټروليم وزارت مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړ او ويې ويل: په دې کتنه کې ترکي پانګه وال رجب مصطفی اغلو د قندهار ولايت د شاولي ګوت ولسوالۍ د مرمر ډبرو په کان کې له پانګونې سره لېوالتيا څرګنده کړه.
 
  د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په سکتور کې د پانګونې په برخه کې د ترکانو لېوالتیا وستایله او ډاډ یې ورکړ چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به د پانګونې د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.


د مطلب کود: 290776

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290776/د-ترکي-پانګوالو-لپاره-مناسب-چاپیریال-چمتو-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com