کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال ملي بودجه توشیح شوه

2 جوزا 1403 ساعت 10:20

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د ملي بودجې د تصویبیدو خبر ورکوي.


آوا - کابل: ذبیح الله مجاهد په خپله اکس پاڼه کې لیکلي چې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال مالي بودجه د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا تصویب شوه.
 
د ښاغلي مجاهد په وینا، د روان مالي کال په ملي بودجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او د تېر کال په څېر سږ کال هم ملي بودجه د هېواد له ملي عوایدو څخه جوړه شوې ده.
 
نوموړي پرته له دې چې د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجې مقدار ته اشاره وکړي لیکلي دي چې د مالیې وزارت به د تیر کال په څیر د روان مالي کال ملي بودجه په ګرځنده مالي سیستم او په (عادي او پراختیايي) برخو کې ولګوي. 


د مطلب کود: 290768

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290768/د-۱۴۰۳-هجري-لمریز-کال-ملي-بودجه-توشیح-شوه

آوا
  https://www.avapress.com