کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره ۴۰۰ زره یورو مرسته کوي

2 جوزا 1403 ساعت 10:14

اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره به ۴۰ زره یورو مرسته وکړي.


آوا - کابل: دغې اتحادیې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرستې یې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته ځانګړې کړې دي.
 
په هېواد کې وروستیو سېلابونو سلګونه کسان وژلي او خلکو ته یې ستر مالي زیانونه اړولي دي.
 
د شمېرو له مخې په بغلان ولایت کې د تېرو څو ورځو د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
 
په همدې حال کې یوناما نن په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په بغلان ولایت کې شاوخوا ۶۰ زره کسان د سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي.


د مطلب کود: 290766

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290766/اروپايي-ټولنه-په-افغانستان-کې-له-سېلاب-ځپلو-سره-۴۰۰-زره-یورو-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com